CRI Online

له تازه شمېرنې سره سم په تېر کال کې د چين د ډيجټل اقتصاد عمومي اندازه له ۲۷۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-13 15:59:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اپرېل په ۱۲مه نېټه د ډيجټل اقتصاد د پرمختګ څلوراخيز جوړېدو او د ډيجټل اقتصاد د پرمختګ او د استخدام په اړه د سپين کتاب د خپرولو غونډه چې د چين د معلوماتو او مخابراتو د څېړنيز انسټيټوټ له خوا جوړه شوې،په بېجينګ کې تر سره شوه.

په ياد سپين کتاب کې ويل شوي چې د چين د ډيجټل اقتصاد پرمختګ طلايي زمانې ته ننوتلی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د ډيجټل اقتصاد عمومي اندازه ۲۷۲۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېره د چين د جي ډي پي په انډول کې ۳۲ اعشاريه ۹ سلنه نيولې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای