CRI Online

شي جين پينګ: د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون له دې څخه ملاتړ کوي چې د های نان ټاپو په ټول قلمرو کې به د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه جوړه شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-13 20:35:28

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون مشر شي جين پينګ د اپريل په ديارلسمه نېټه په های نان ولايت کې اعلان وکړ چې د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون له دې څخه ملاتړ کوي چې د های نان ټاپو په ټول قلمرو کې به د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه جوړه شي، د چيني ځانګړتيالرونکې ازادې سوداګرۍ بندر به جوړ شي او ګام په ګام به د دغه بندر په اړه د تګلارې او نظام سيستم بشپړ شي.

شي جين پينګ د خاصې اقتصادي سيمې په توګه او د ولايت په کچه د های نان د جوړېدو د دېرشمې کاليزې د يادونې په غونډه کې وويل، چې های نان بايد په نوې زمانه کې د چين د هراړخيزو اصلاحاتو او ورخلاصون نوې نښه وګرځي، بايد بازار ته د توليداتو د برابرولو په برخه کې د اصلاحاتو پر بنسټ د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمې او د چيني ځانګړتيالرونکي ازادې سوداګرۍ د بندر د جوړولو لپاره هڅې وکړي او بايد په چين کې د هراړخيزو اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا ازمويښتي سيمه، د ايکولوژيک مدنيت ازمويښتي سيمه، د سيلانۍ او مصرف نړيوال مرکز او د هېواد لويې ستراتيژۍ ته د خدمت د تضمين سيمه وګرځي.

همدارنګ شي جين پينګ له های نان څخه غوښتنه وکړه چې د ښار او کلي د همغږي پرمختګ، استعدادلرونکو شخصيتونو، مالي او پولي چارو، د عايداتو د وېشلو او د دولتي تصديو په برخو کې د نظام اصلاحات چټک کړي، د انرژۍ، ترانسپورټ، لويو توليداتو، ملکيت حق، اسهامو حق او د کاربن د ايستلو حق په اړه د نړيوالو معاملو مرکزونه جوړ کړي، د انټرنيټ، د مالونو د لېږد رالېږد شبکې، لوی حساب، جې پي اېس او مصنوعي دماغي تخنيک په شمول د مخابراتو، تکنالوژۍ او ډيجټال اقتصادي چارې پياوړې کړي، د علمي څيړنې ستر او مهم اساسي تاسيسات او صحنې جوړې کړي، د فضايي ساينس او تخنيک د نوښت مرکز جوړ کړي او له غاړې لېرې په برخه کې د نوښت او نويو چارو د نمونې سيمه جوړه کړي.

هغه پردې ټينګار وکړ چې دولت د ايکولوژيک مدنيت ازمويښتي سيمې د جوړولو په برخه کې له های نان څخه ملاتړ کوي. های نان بايد د ايکولوژيک چاپيريال د ساتلو لپاره جدي نظام پلی کړي، بايد تر ټولو مخکې د ايکولوژيک چاپيريال او سرچينو ساتونکی نظام جوړ کړي، بايد په تودو سيمو کې د عصري کرنې اډه جوړه کړي، بايد د سمندري سرچينو د استخراج توان لوړ کړي، بايد عصري سمندري چمن اباد کړي او بايد په ژور سمندر کې علمي او تخنيکي څيړنه پياوړې کړي.

نوموړي زياته کړه چې چين به دې ته اجازه ورکړي چې د نورو هېوادونو او د هانکانګ، مکاو او تايوان سيمې تخنيکي کارکوونکي به د قاعدو سره سم په های نان کې کار وکړي، د تل لپاره ژوند وکړي او هغه محصلين چې د چين په پوهنتونونو کې د ماسترۍ او لا د لوړو درجو زده کړې تر لاسه کړي، په های نان کې د کار او چارو تر سره کولو غوره فرصت به ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای