CRI Online

شي جين پينګ د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا نوي تدبيرونه اعلان کړل.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 10:23:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د های نان ولايت يعنې د اقتصادي ځانګړې سيمې د جوړېدو ۳مې کليزې د نمانځنې ستره غونډه د اپريل په ۱۳مه نېټه د دغه ولايت د ولسي کانګرس په لوی تالار کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون درلود او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د نسبتاً شتمنې ټولنې د پوره ابادۍ او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ستر بري د موندلو په بهير کې اقتصادي ځانګړې سيمه بايد نه يوازې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، بلکې لا ښه کارونه دې وکړي او خپله لوړه سويه دې څرګنده کړي. شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې های نان ولايت بايد په نوې زمانه کې د تقاضې له اړخه د جوړښتي اصلاحاتو په عمده لاين د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمه او د ازادې سوداګرۍ لپاره د چين ځانګړی بندر جوړ کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون د هراړخيزې ژورتيا ازمايښتي سيمې، د دولت په کچه د ايکولوژيکي تمدن ازمايښتي سيمې، د نړيوالې سيلانۍ او استهلاک مرکز او د هېواد د سترو ستراتيژيکي خدمتونو ضمانتي سيمې د ابادۍ لپاره دې کوښښونه وکړي تر څو دغه ولايت د چين اخلاق، خوی او څېرې د څرګندولو يو په زړه پورې نوم کارډ وګرځي.

های نان ولايت د چين تر ټولو جنوبي ولايت دی چې جيولوژيکي ځانګړتيا او په چين کې تر ټولو ښه چاپېريال له ځان سره لري. شي جين پينګ په ۱۳مه نېټه خپلو خبرو کې وويل چې های نان د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ازمايښتي سيمې د ګرځېدو ځانګړی تفاوق لري چې بايد ورخلاصون ته لومړيتوب ورکړي، د ورخلاصون په برخه کې دې لا مثبته او فعاله ستراتيژي پلې کړي، د ورخلاصون د نوي اقتصادي نظام د جوړولو لپاره دې خپل ګامونه چټک کړي او د هراړخيز ورخلاصون نوي حالت د رامنځته کېدو لپاره دې هڅه وکړي.

شي جين پينګ څرګنده کړه چې د های نان ولايت لخوا د ازادې سوداګرۍ بندر جوړېدل بايد د چين ځانګړتيا څرګنده کړي، د چين له ملي واقعيتونو او د های نان ولايت له خپل ځای سره دې سمون وخوري او له پرمختللو نړيوالو تجربو او اداري لارو چارو څخه دې زده کړه وکړي.

شي جين پينګ دغه خبره يو ځل بيا تکرار کړه چې های نان ولايت بايد په نوي پيل کې د اصلاحاتو پلان جوړ کړي او پرمخ يې بوزي، پخوانيو نظامونو او ميکانيزمونو ته دې ماتې ورکړي او په پر له پسې توګه دې د ټولنې توليدي قوه ازاده کړي او پرمختګ دې ورکړي.

شي جين پينګ دا هم وويل چې های نان ولايت بايد د خلکو ژوند د ښه والي په برخه کې نظامي اصلاحات چټک کړي، د عامو خدمتونو سيستم دې پر له پسې بشپړ کړي، ټولنيز عدالت او مساوات ته دې زور ورکړي او عامو وګړيو، کليوالو سيمو او بېوزلو کسانو ته دې لا زياتې ټولنيزې سرچينې برابرې کړي.

د دې تر څنګ شي جين پينګ له های نان ولايت څخه دا غوښتنه هم وکړه چې اقتصادي ځانګړې سيمه د اصلاحاتو او ورخلاصون په مخکښه کرښه ولاړه ده، نو د ګوندي مشرۍ او ابادۍ په برخه کې دې له ځان نه لا هم جدي غوښتنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای