CRI Online

د روسيې د استازو جرګې او د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا،بريټانيا او فرانسې نيوکه وکړه چې پر سوريې د دوی بريدونه له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 16:18:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د استازو جرګې د دفاع کميټې لومړي مرستيال رئيس اليکسندر شيرين د اپرېل په ۱۴مه نېټه وويل چې پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې بريدونه د نړيوال قانون له ټولو اصولو څخه سرغړونه ده.

شيرين د م م له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړي او په کې پر سوريې د امريکا د بريد په اړه بحث وکړي. هغه وويل چې د امريکا،بريټانيا او فرانسې په ياد عمل سره له دې مخکې د سوريې مسئلې د حلولو لپاره د نړيوالې ټولنې ټول کوښښونه شا ته غورځولي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای