CRI Online

په امريکا کې د روسيې سفارت:امريکا،بريټانيا او فرانسه به پر سوريې د بريدونو له امله سزا وويني

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 16:21:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په امريکا کې د روسيې سفارت د اپرېل د ۱۳مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا،بريټانيا او فرانسه به پر سوريې د پوځي بريدونو له امله خپله سزا وويني.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې روسيه له ګواښ سره مخامخ دی،امريکا،بريټانيا او فرانسه بايد بشپړ مسؤليت پر غاړه واخلي او بايد د خپلو کړنو په اړه پايلې ولري.امريکا په نړۍ کې تر ټولو د لويو کيمياوي وسلو د ساتونکي هېواد په توګه پر نورو هېوادونو د نيوکې حق نه لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای