CRI Online

د م م سرمنشي سوريايانو ته د زيان رسولو د هر ډول کړنو د مخنيوي غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 17:16:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اپرېل په ۱۳مه نېټه پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د بريدونو تر څو ساعتو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امنيت شورا له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چې خپل زغم وساتي او د حالاتو د ترينګلتيا او سوريايانو ته د زيان رسولو د هر ډول کړنو مخه ونيسي.

هغه وويل چې پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د هوايي بريدونو په اړه راپورونو ته ډېره پاملرنه کوي او د سولې او امنيت په اړه د مسئلې د حلولو په اړه يې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې د م م له منشور او له نړيوال قانون سره سم ګامونه پورته کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای