CRI Online

د سوريې حکومت پر دغه هېواد د امريکا د بريدونو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 17:16:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې حکومت او ځواکونو د اپرېل په ۱۴مه نېټه پر دغه هېواد د امريکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو د بريدونو غندنه وکړه او ووايي چې د دوی دغه عمل له نړيوال قانون او د م م له منشور څخه سرغړونه ده.د خبر له مخې،په سوريه کې د چين سفارت خبر ورکړ چې په سوريه کې چينايان خوندي دي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد حکومت پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د توغنديو د بريدونو سخته غندنه کوي ،د دغه عمل له لارې به

د نړيوالو حالاتو ترينګلتيا رامنځته شي او نړيوالې سولې او امنيت به ګواښ ورسول شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای