CRI Online

ايران پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د توغنديو د بريدونو سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-14 20:51:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اپراېل په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد حکومت پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د توغنديو د بريدونو سخته غندنه کوي.

همدارنګه په دې اعلاميې کې راغلي چې د دوی دغه عمل له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده، او دغه عمل د سوريې په حاکميت او د خاورې په بشپړتيا تېری دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای