CRI Online

پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې د بريدونو په اړه د چين خبر

cri     (GMT+08:00) 2018-04-15 15:25:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اپرېل د ۱۴مې نېټې په سهار امريکا،بريټانيا او فرانسې پر سوريې هوايي بريدونه کړي دي.په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې چين په دايمي توګه په نړيوالو اړيکو کې د وسلو له کارولو سره مخالفت کوي او دا ادعا کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت،خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا هم بايد درناوی وشي.

چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د نړيوال قانون په چوکاټ کې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې مسئلې حل کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای