CRI Online

په م م کې د چين استازی: اړوندې خواوې دې د نړيوال قانون په چوکاټ کې د سوريې مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-15 16:47:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د اپرېل په ۱۴مه نېټه پر سوريې د امريکا،فرانسې او بريټانيا تر پوځي بريدونو وروسته يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړه.په م م کې د چين استازي ما جاو شو په ياده غونډه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوال قانون په چوکاټ کې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د سوريې مسئله حل کړي.

ما جاو شو وويل چې د چين په اند په سوريه کې د کيمياوي وسلو پېښه بايد په هراړخيزه او عادلانه توګه وپلټل شي او سياسي لاره د سوريې مسئلې د حل و فصل يوازنۍ لاره ده.چين غواړي په پر له پسې توګه له سياسي لارې د سوريې مسئلې د حلولو لپاره کوښښ وکړي او د منځني ختيځ او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره فعال رول ولوبوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای