CRI Online

د سوريې ولسمشر :پر سوريې د امريکا په مشرۍ پوځي بريدونه دا مانا ورکوي چې لوېديځ هېوادونه خپلو موخو کې پاتې راغلي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-15 16:49:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې ولسمشر بشر الاسد د اپرېل په ۱۴مه نېټه وويل چې پر سوريې د امريکا په مشرۍ له پوځي بريدونو څخه څرګندېږي چې په سوريه کې د لوېديځو هېوادونو موخې ناکامې شوې دي.

د سوريې اژانس د خبر له مخې،پر سوريې د امريکا،بريټانيا او فرانسې تر پوځي بريدونو وروسته د ايران ولسمشر حسن روحاني د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه له بشر الاسد سره ټلېفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو د هوايي بريدونو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای