CRI Online

امريکا،بريټانيا او فرانسې پر سوريې بريدونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-15 16:52:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اپرېل د ۱۴مې نېټې په سهار امريکا،بريټانيا او فرانسې په ګډه پر سوريې هوايي بريدونه وکړل، تر اوسه پورې د مرګژوبلې او د تجهيزاتو د ويجاړېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.نړيواله ټولنه دې پېښې ته ډېره پاملرنه کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اپرېل په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا،بريټانيا او فرانسې ياد عمل د م م د امنيت شورا له مخې غير مجاز دی چې د م م له منشور او نړيوال قانون څخه يې سرغړونه ده او له دې امله به ځايي بشري بحران سخت شي.روسيه د دې بريدونو سخته غنده کوي او د امنيت شورا له غړو هېوادونو څخه د بيړنۍ غونډې د تر سره کولو غوښتنه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه وويل چې هرې اړخيزې پوځي کړنې د م م منشور او د نړيوال قانون له اصولو څخه سرغړونه ده.چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د نړيوال قانون په چوکاټ کې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې مسئلې حل کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای