CRI Online

امنيت شورا پر سوريې د پوځي بريدونو د غندنې د پرېکړې مسوده تصويب نه کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-15 16:54:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د اپرېل په ۱۴مه نېټه د روسيې له خوا پر سوريې د پوځي بريدونو د غندنې د پرېکړې مسوده تصويب نه کړه.

د يادې مسودې محتويات دا و چې امريکا او ملګرو يې له نړيوال قانون او د م م له منشور څخه په سرغړونې، پر سوريې تېرې کوونکي عمليات تر سره کړي او له دغو هېوادونو څخه پر سوريې له تېري کوونکي عمل څخه د لاس اخيستلو غوښتنه شوې څو په راتلونکي کې د دغه شان عمل مخه ونيول شي.

په همدې ورځ د امنيت شورا په ۱۵ غړو هېوادونو کې د ۱۲ موافقو رايو ، ۳ مخالفو رايو او ۴ سپينو رايو په ورکولو سره ياده مسوده تصويب نه شوه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای