CRI Online

پوټين له روحاني سره د سوريې اوضاعو په اړه ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 09:47:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اپريل په ۱۵مه نېټه له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره تلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو وويل، پر سوريې باندې د امريکا او د ملګرو هېوادونو نظامي عمليات له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د سوريې مسئلې د سياسي حل راتلونکي ته به سخت زيانونه ورسوي.

د کريملين ماڼۍ په ويبپاڼه کې په دې اړه خبر خپور شو چې د روسيې او ايران ولسمشرانو د سوريې د تازه وضعيت په اړه د نظريو تبادلې وکړې. پوټين پر دې ټينګار وکړ چې که د م م له منشور څخه دغه ډول سرغړوونکي عمليات بيا ترسره شي، نو د نړيوالو اوضاعو د ترينګلتيا سبب وګرځي.

دواړو خواوو د يمن په شمول د منځني ختيځ د وضعيت او د روسيې او ايران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په هکله هم بحثونه وکړل.

د اپريل د ۱۳مې نېټې په شپه، امريکايي پوځ له بريتانيا او فرانسې سره په ګډه د سوريې پر نظامي تجهيزاتو حملې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای