CRI Online

کيون رود: له ۴۰ کلونو راهيسې د چين اصلاحاتو او ورخلاصون ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 10:02:13
کيون رود: له ۴۰ کلونو راهيسې د چين اصلاحاتو او ورخلاصون ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د استراليا مخکني لومړي وزير کيون رود د اپريل په ۱۴مه نېټه د امريکا په فلديلفيا ښار کې د 2018 Penn Wharton China Summit په ترڅ کې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، له ۴۰ کلونو راهيسې د چين اصلاحاتو او ورخلاصون ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او پکې ستره لاسته راوړنه يې دا ده چې څو سوه مليونه چينايان له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

هغه وويل، بېوزلی له منځه وړل په خبرو کې اسانه ، خو دغه موخه په عمله ډېر مشکل کار دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، څه باندې اوه سوه مليونه چينايان د بېوزلۍ له حالت څخه ايستل شوي، دا ډېر غټ برياليتوب دی او د چينايانو د وياړ وړ دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای