CRI Online

عربي هېوادونو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې د کيمياوي وسلو د بريدونو خپلواکه پلټنه دې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 10:07:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عربي هېوادونو مشرانو د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې د کيمياوي وسلو د بريدونو خپلواکه پلټنه دې وکړي.

د عرب ليګ يوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه په همدې ورځ د سعودي عربستان په ختيځ زحران کې تر سره شوه. د دې غونډې د پای په اعلاميه کې ويل شوي چې په سوريه کې د لويديځو هېوادونو له خوا تر سره کېدونکو عملياتو ته پاملرنه کوو او د سوريايانو په مقابل کې د کيمياوي وسلو د کارونې کړنو سخته نيوکه کوو.

په دې اعلاميه کې هم له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د کيمياوي وسلو د بريدونو خپلواکه پلټنه دې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای