CRI Online

کيم جونګ اون د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې د مشر او د چين د هنري پلاوي له مشر سونګ تاو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 10:12:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې مشر او د دولتي کمېسيون مشر کيم جونګ اون د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې په مقر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې د مشر او د چين د هنري پلاوي له مشر سونګ تاو سره وکتل.

کيم جونګ اون تر هر څه لومړی د سونګ تاو له لارې د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه وويل او د دې هېواد د پسرلني اپريل په نوم د دوستۍ په نړيوال هنري فېستيوال کې د چيني پلاوي د ګډون هر کلی يې وکړ.هغه وويل چې څه موده دمخه مې له چين څخه ليدنه وکړه او له عمومي منشي شي جين پينګ سره تر خبرو اترو وروسته مې ګډې نظريې او ښې پايلې تر لاسه کړې دي.نوي پړاو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د داخلېدو په مهم وخت کې عمومي منشي شي جين پينګ ديموکراتيکې کوريا ته هنري پلاوی ليږلی چې ور څخه ښکاري چې عمومي منشي شي جين پينګ زمونږ ګډو نظريو او زمونږ له خلکو سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري.

سونګ تاو کيم جونګ اون ته د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه هم وويل او زياته يې کړه چې د عمومي منشي شي جين پينګ او کيم جونګ اون ترمنځ په ملاقات کې مهمو ګډو نظريو ته رسيدلي چې د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ نوی فصل پيل شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای