CRI Online

وانګ يي له خپل جاپاني سيال تارو کونو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 10:25:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۱۵مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له جاپان څخه رسمي ليدنه وکړه او له خپل جاپاني سيال تارو کونو سره يې خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، اوس د چين او جاپان ترمنځ اړيکې د ښه والي په تمايل کې دي او پکې ځيني حساس عوامل هم شته. جاپان ته زما دغه سفر له يوې مودې راهيسې د جاپان د يو لړ فعالو تګلارو په اړه د چين د ښه نيت غبرګون دی. سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تړون د لاسليک له ۴۰مې کاليزې سره، د چين او جاپان ترمنځ د ګډې اعلاميې د خپرېدو له ۲۰مې کاليزې سره او د چين او جاپان ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د ستراتيژيکو اړيکو د پرمخبيولو د ګډې اعلاميې د خپرېدو له ۱۰مې کاليزې سره برابر دی. دواړه خواوې بايد پر سم مدار د خپلمنځو اړيکو د پرمختيا د هڅولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

تارو کونو وويل، جاپان ته د وزير وانګ يي دغه سفر د جاپان او چين ترمنځ د اړيکو د ښه والي يوه مهمه نښه ده. جاپان غواړي د دې فرصت په کارولو سره له چين سره اړيکې ټينګې کړي. جاپان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کاليزې فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره له چين سره سياسي متقابل باور پياوړی کړي، جګپوري تګ راتګ زيات کړي او عملي همکارۍ لا نږدې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای