CRI Online

دوه کوچينۍ الوتکې د جرمني په جنوب لوېديځ کې له يو بل سره تر ټکر وروسته وغورځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 10:34:56
دوه کوچينۍ الوتکې د جرمني په جنوب لوېديځ کې له يو بل سره تر ټکر وروسته وغورځېدلې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني خبري رسنيو د اپريل په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، دوه کوچينۍ الوتکې د همدې ورځې په ماسپښين د جرمني په جنوب لوېديځ کې له يو بل سره تر ټکر وروسته وغورځېدلې چې له امله يې لږ تر لږه ۲ تنه مړه شوي دي.

د ځايي پوليسو په قول، اوس پوليس او د اطفايې مامورين د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې په کارونو بوخت دي. د پېښې لامل په اړه پلټنه روانه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای