CRI Online

عراقيانو پر سوريې د امريکا، بريتانيا او فرانسې بمباري وغندله

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 14:33:23

عراقيانو پر سوريې د امريکا، بريتانيا او فرانسې بمباري وغندله

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۱۵مه نېته د عراق زرګونو وګړيو په پلازمينه بغداد کې راغونډ شول او پر سوريې يې د امريکا، بريتانيا او فرانسې بمباري وغندله او ورسره يې مخالفت څرګند کړ.

د همدې ورځې په ماسپښين د راغونډېدو نوموړی احتجاجي فعاليت د بغداد په مرکز کې د ازادۍ په ډګر کې ترسره شو. خبريال وليدل چې عراقيانو د عراق او سوريې ملي بيرغونو په پورته کولو سره امريکا ته د نه ويلو په شمول ځينی شعارونه او نارې وهلې چې پر سوريې د امريکا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو د بمبارۍ يې غندنه کوله.

د دې احتجاجي فعاليت ترتيبوونکو وويل، پر سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسې نظامي عمليات تېري کوونکي کړه وړه دي او له نړيوالو قوانينو او د بشريت له اصولو څخه سرغړونه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای