CRI Online

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د مرکزي دولتي تصديو ګټې زياتې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 14:48:31

د چين د دولتي شورا د دولتي دارايې د نظارت او ادارې کميټې د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه خبر ور کړ چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د مرکزي دولتي تصديو عايدات ۶۴۰۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه اووه زيات شوی دی او پرمختيايي حالت په ثبات کې ښه والی راغلی دی.

د دې کميټې مرستيال سرمنشي پنګ هوا ګانګ وويل چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د مرکزي دولتي تصديو عايدات په ثابت ډول زيات شوی او د برېښنايي چارو،سکرو،د ماشينونو او سوداګرۍ په اړه د تصديو ګټو د زياتوالي انډول چټکتيا موندلې او د نفتو او نفتي کيمياوي صنايعو،ساختماني چارو او ټرانسپورټی ليږدونې په شمول د تصديو عايدات په ثابت ډول زيات شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای