CRI Online

د م م د امنيت شورا په مالي کې پر سوله ساتونکي پوځ بريد وغانده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 15:21:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پردې نيوکه وکړه چې وسله والو په دې وروستيو ورځو کې د مالي په تومبوکتو کې د دې هېواد د سولې او ثبات لپاره د م م پر سوله ساتونکي پوځ بريد کړی .

د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه په دې وسله وال بريد د بورکينافاسو يو سوله ساتونکی وژل شوی او څه باندې لس تنه نور ټپيان شوي دي.

په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د امنيت شورا د مړه شوی کس خپلوانو،و د بورکينافاسو حکومت او دغه پوځ ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي او هيله يې ښودلې چې ټپيان ژر تر ژره روغ جوړ شي.د دې ترڅنګ د امنيت شورا هم په دې هېواد کې د م م د سوله ساتونکو د ماموريت درناوی کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای