CRI Online

د مونتينيګرو واکمن ګوند اعلان وکړ چې ميلو دوکانويک د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 15:24:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مونتينيګرو واکمن ګونديعنې سوسيال او ديموکراتيک ګوند د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دې ګوند رئيس ميلو دوکانويک د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د مونتينيګرو د ټاکنو د دولتي کميټې د ابتدايي نتيجې له مخې له حساب شويو ۵۴ اعشاريه ۸ رايو څخه پنځه پنځوس اعشاريه اووه پنځوس سلنه رايې دوکانويک ګټلي دي.

هغه د همدې ورځې په شپه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د ده له برياليتوب څخه ښکاري چې د مونتينيګرو خلک هيله لري چې د اروپايي کېدو په لور روان دي او په اخر کې په اروپايي ټولنه کې شامل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای