CRI Online

د وارټن په نامه د چين او امريکا ترمنځ سرمشريزه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 16:28:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پنسيلوانيا پوهنتون د وارټن پوهنځي په ترتيباتو د چين او امريکا ترمنځ سرمشريزه غونډه د اپريل په ۱۵مه نېټه پای ته ورسيده.په امريکا کې د چين لوی سفير چيوي تيان کای د دې غونډې د پای په مراسمو کې وويل چې ۴۰ کاله دمخه په تاريخي موقع کې چين او امريکا سمه پرېکړه وکړه او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولي دي.اوس مهال چين او امريکا په څلور لارې بيا ولاړ دي او په راتلونکو لسګونو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لوري ټاکلو ته اړتيا لري. هغه هيله وښودله چې د امريکا سياستوال او ستراتيژۍ جوړونکي شخصيتونه په دې وخت کې د سمې لارې غوره کولو پرېکړه بايد وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای