CRI Online

د چين او جاپان ترمنځ د اقتصاد څلورم لوړپوړی ډيالوګ تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 16:44:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اپرېل په ۱۶مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جاپان په توکيو کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير کونو تارو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد څلورم لوړپوړي ډيالوګ مشري وکړه.

وانګ يي وويل چې د چين او جاپان ترمنځ اړيکو د ښه والي له امله پس له اته کلن ځنډ وروسته ياد ډيالوګ بيا تر سره کېږي.اوس د چين او جاپان ترمنځ اقتصادي همکاري د نويو تاريخي شرايطو او له عمومي چاپيريال سره مخامخ ده.دواړه خواوې بايد د ستراتيژيو او واقعيتونو په اړه د نظريو تبادله وکړي څو متقابل باور،همغږي او همکاري پياوړې شي.کونو تارو وويل چې د جاپان او چين ترمنځ اقتصادي همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو مهم بنسټ او خوځنده ځواک دی.جاپان غواړي د نويو نظريو په نيولو سره له چين سره خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزه همکاري پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای