CRI Online

چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای څواړخيز سوداګريز نظام وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 19:34:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اپرېل په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د امريکا يواړخيزې غوښتنې او تجارت ساتي تګلاره نه يوازې د چين ګټو ته زيانونه رسوي، بلکې څواړخيز سوداګريز نظام او د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ګټو ته هم زيانونه رسوي.

په وروستيو ورځو کې د استراليا د بهرنيو چارو وزير وويل چې استراليا د اقتصاد ورخلاصون او د سوداګريزۍ د ازادېدو لپاره کوښښ کوي او د امريکا لخوا په يو اړخيز ډول د ځينو سوداګريزو ملګرو لپاره د ګمرکي مالياتو زياتوالي ته پاملرنه کوي. هوا چون يينګ په دې اړه وويل چې د استراليا دغه بيان د نړيوالې ټولنې عمومي نظر څرګندوي. چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د يواړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتنې سره مقابله وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای