CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:د چين او لاتيني امريکا ترمنځ همکاري د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 19:38:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اپرېل په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين او لاتيني امريکا ترمنځ همکاري د دواړو خواوو له ګډو ګټو او ګډو هيلو سره سمون خوري چې د ګډ پرمختګ د موندلو په بهير کې به ګډې ګټې تر لاسه کړي.

د خبر له مخې،د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روز په دې وروستيو ورځو کې وويل چې چين له لاتيني امريکا څخه په عمده توګه اومه توکي او کرهنيز توليدات واردوي او امريکا په عمده توګه لوړ ارزښت لرونکي توليدات ترې واردوي چې د سيمه ييز اقتصاد لپاره ګټه لري.وياندې هوا په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې يوازې د لاتيني امريکا خلک د ويلو حق لري چې چين د لاتيني امريکا ښه همکار دی که نه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای