CRI Online

د جاپان لومړي وزير شينزو ابي له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 20:02:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د اپرېل په ۱۶ مه نېټه په توکيو کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره کتنه وکړه.

وانګ يي وويل، چې چين او جاپان ګاونډي هېوادونه دي. په تېرو کلونو کې دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي چې له امله يې بېلا بېلې تبادلې او همکارې اغېزمنې شوې دي. هيله لرم چې دواړه خواوې په ګډه کوښښ وکړي تر څو د چين او جاپان تر منځ اړيکې بيا سمې شي.

شينزو ابي وويل، چې جاپان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کاليزې فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره له چين سره لوړه کچه خبرې اترې تر سره کړي.

دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په شمول د ځينو سيمه ييزو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای