CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 20:21:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس کلاوس سجواب سره وکتل.

رئيس شي وويل چې اوس د نړيوال اقتصاد يو څه مثبت حالات ليدل کېږي،خو په بنسټيزه توګه يې يو شمېر مسئلې لاهم ناحل پاتې دي.چين د لوی مسؤلانه هېواد په توګه غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ورخلاصون په بهير کې همکاري وکړي څو ګډې ګټې وموندل شي.هغه زياته کړه چې د چين او د نړيوال اقتصادي فورم ترمنځ همکاري او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير تقريباً مطابقت لري.دواړه خواوې بايد همکاري پياوړې کړي او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره دې نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

کلاوس سجواب وويل چې په تېر کال کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د رئيس شي جين پينګ ځلانده وينا تر اوسه پورې زموږ له زړونو څخه نه ده وتلې.د بو او د اسيايي فورم د ۲۰۱۸ کال د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي وينا يو ځل بيا د نړيوالو لپاره د پاملرنې وړګرځېدلې ده.نړيوال اقتصادي فورم د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو ملاتړ کوي او د نوښت او پرمختګ د پرمخبيولو په برخو کې به له چين سره دايمي همکاري وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای