CRI Online

امریکا پر دې فکر کوي چې پر روسیه لازیات بندیزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 09:51:56
امریکا پر دې فکر کوي چې پر روسیه لازیات بندیزونه ولګوي

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند سراح سندریس د روانې میاشتې په۱۶ مه نېټه وویل چې امریکا اوس پر دې فکر کوي چې پر روسیه لازیات بندیزونه ولګوي او اړونده پریکړه به ژر وکړي.

نوموړي په همدې ورځ خبري رسنیو ته دا هم وویل چې د امریکا ولسمشر به د روسیې په اړه ټینګ دریځ ونیسي خو غواړي د روسیې له ولسمشر سره ملاقات وکړي.

په م م کې د م م استازې نیکي هیلي په ۱۵ مه نېټه خبري رسنیو ته وویل چې د مالیې وزیر ستیون تینر منوچین به په ۱۶ مه نېټه پر روسیه باندی د امریکا نوي بندیزونه اعلان کړي ځکه چې روسیه د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د سوریې له حکومت څخه ملاتړ کړی دی.

له دې نه مخکې د امریکا د مالیې وزارت د مارچ میاشتې په ۱۵ مه نېټه او د اپریل په ۶ مه نېټه د روسیې پر ځینو شخصیتونو او ارګانونو بندیزونه لګولي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو ټرینګلتیا سبب شوې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای