پر ځایي وخت د اپریل په ۱۶ مه نېټه د روسیې د فاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف وویل چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په اړه تاسیسات د امریکا بریتانیا او فرانسې د بریدونو یوازنۍ موخه نه ده بلکې د سوریې پوځي تاسیسات هم پکې شامل دي.
په دې وروستیو کې امریکا ویلي چې د سوریې حکومتي پوځ په دوما علاقه دارۍ کې د کیمیاوي وسلو په کارولو سره ولسي مرګ ژوبله اړولې ده. ورپسی امریکا بریتانیا او فرانسې د سوریې پر ځینو موخو بریدونه کړي دي چې د دوی په قول د بریدونو موخې په جلاجلا توګه د کیمیاوي ډیزاین مرکز، زیرمتون او د کیمیاوي وسلو جامع اداره دي.
خو نوموړي ویاند وویل چې حقیقت دا دی چې امریکا بریتانیا او فرانسې د هوایي ډګر په ګډون د سوریې پر نورو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |