CRI Online

د سوريې د هوايي دفاع سيستم پر دوو نظامي هوايي ډګرونو باندې د څو توغنديو مخه ونيوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 10:09:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري رسنيو د اپريل په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سيستم د همدې ورځې په سهار وختي پر دوو نظامي هوايي ډګرونو باندې د څو توغنديو مخه ونيوه.

د خبر له مخې، د همدې ورځې په سهار وختي شپږ توغندي د حمص ولايت ته نژدې پر شايرت نظامي هوايي ميدان باندې وتوغول شول چې د سوريې د هوايي دفاع سيستم د زياترو توغنديو مخه ونيوه. بر سېره پردې نور درې توغندي د دمشق ته نژدې پر دوماير نظامي هوايي ميدان باندې وتوغول شول او د ټولو مخه ونيول شوه. خو تر اوسه پورې د توغنديو د ويشتل ځای تائيد نه دی شوی.

د سينهوا اژانس خبريال پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار وختي په يوه بجې شلو دقيقو او څلورو بجو پنځلسو دقيقو په دمشق کې څو لوړ اوازونه واوريدل او و يې ليدل چې د دغه ښار په جنوبي خوا کې دفاعي توغندي په هوا کې والوتل.

وروسته تردې د امريکا د ملي دفاع وزارت رد کړه چې امريکا پر سوريې باندې توغندي توغولي، او وروسته د سوريې اژانس خبر ورکړ چې ښايي اسرائيل ياد توغندي توغولي وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای