CRI Online

د ايران امنيتي پوځ په سيستان بلوچستان ايالت کې شمېر وسلې او چاودېدونکي مواد نيولي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 10:11:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د تسنيم اژانس د اپريل په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، د ايران امنيتي پوځ په همدې ورځ په سيستان بلوچستان ايالت کې شمېر وسلې او چاودېدونکي مواد نيولي چې ښايي د ترهګريزو بريدونو د ترسره کولو لپاره وکارول شي.

دغه اژانس د ايران د استخباراتي ادارې په قول خبر ورکړ چې قاچاق کوونکو دغه وسلې له نشه يي مواد سره يو ځای د ايران داخل ته انتقال کړې وې. په دې جمله کې اتيا کيلوګرام چاودېدونکي مواد، د سړک پر غاړه د بمونو جوړولو ۱۷ اړوند تجهيزات، ۲۸ تفنګچې، ۳۵ لاسي بمونه او څو نور چاودونکي وسايل شامل دي. په عين وخت کې امنيتي پوځ د ۵۸۰ کيلوګرامو نشه يي موادو د نيولو خبر هم ورکړی دی.

د ايران د استخباراتي ادارې د خبر له مخې، د دغو توکو قاچاق کوونکي ترهګر دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای