CRI Online

د روان کال په لومړۍ ربعه کې په بهر کې د چين پانګونې ۲۴.۱ سلنه زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 10:33:22
د روان کال په لومړۍ ربعه کې په بهر کې د چين پانګونې ۲۴.۱ سلنه زياتې شوې

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت تازه خبر ورکړ چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې چيني پانګوالو د ۱۴۰ هېوادونو او سيمو ۲۰۲۳ تصديو کې غيرپولي مستقيمې پانګونې کړې چې عمومي اندازه يې ۲۵.۵ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۴.۱ سلنه زيات شوی.

د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړي موسم کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ۵۲ پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې ۳ مليارډه ۶۱۰ مليونه ډالره زياتې شوې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲.۴ سلنه زيات شوی او په عمومي پانګونو کې يې ۱۴.۲ سلنه ونيوله.

د شمېرنې له مخې، په لومړي موسم کې په بهر کې د چين پانګونې په عمده توګه په ايجاره چارو، سوداګريزو خدمتي چارو، د کانونو استخراج، د مالوماتو ليږدونې او مالوماتي تخنيک په برخو کې لګول شوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای