CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت پر جونګ شينګ شرکت د امريکا بنديز باندې غبرګون ښودلی

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 11:29:28
د چين د سوداګرۍ وزارت پر جونګ شينګ شرکت د امريکا بنديز باندې غبرګون ښودلی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د چين پر جونګ شينګ مخابراتي شرکت د صادراتو د کنټرولولو بنديز اعلان کړی، په دې اړه د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند د اپريل په ۱۷مه نېټه وويل، چين به دغې پېښې ته نږدې پاملرنه وکړي او چمتو دی چې هر وخت د چيني شرکت د قانوني حقوقو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اپريل په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا حکومت د جونګ شينګ شرکت ته اجازه نه ورکوي چې له امريکايي تصديو څخه حساس توليدات واخلي. هغه ويلي چې جونګ شينګ شرکت مخکې امريکايي مامورينو ته جعلي معلومات ور کړي وو.

د چين نوموړي وياند دې ته اشاره وکړه چې جونګ شينګ شرکت له څو سوو امريکايي شرکتونو سره پراخه سوداګريزه همکاري کړې او په دې ترڅ کې يې امريکايانو ته د روزګار لسګونه زره فرصتونه برابر کړي. هيله لرم چې امريکا له قانون سره سم په ښه توګه دغه پېښه وارزوي او د تصديو لپاره دې د قانون او تګلارو يوه عادلانه، برابره او ثابته زمينه برابره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای