CRI Online

چيني او بهرنی فلمي شخصيتونه په ګډه د فلم جوړولو او ثبت لپاره مساعده لار لټوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 15:27:44

د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د فلمونو په اتم نړيوال فېستيوال کې د چيني او بهرنيو فلمونو همکاريز فورم تر سره شو. امريکايي ډايرکټر روب مينکوف او د چين د هوا يي په نوم د خبري رسنيو د ډله ييز شرکت د اجرائيوي عمومي مدير وانګ جونګ لۍ په شمول د کورنيو او بهرنيو فلمي ټولنو ځيني فلم جوړونکي راغونډ شوي وو او په ګده يې د چيني او بهرنيو فلمونو د جوړولو او ثبت پر تګلارې او په فلمي چارو کې د نړيوالې همکارۍ پر اغيرمن ميکانيزم بحث وکړ.ځينو فلمي شخصيتونو وويل چې په ګډه د فلم ثبتول بايد د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ له کلتوري خنډونو څخه ووځي ، خو کليدي برخه يې بايد ښې کيسې وي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين فلمي چارو چټک پرمختګ ساتلی او د فلمي پردو شمېر له څلور پنځوس زرو څخه اوښتی چې دغه رقم په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.تېر کال په چين کې د فلمونو له خپرېدو څخه تر لاسه شوې ګټې پنځه پنځوس مليارډه او نهه سوه مليونه يوانو ته رسېدلی او د کتونکو شمېر يې يو مليارډ او شپږ سوه شل مليونه و.لازياتو فلمي شخصيتونو د چين پرمختيايي فلمي بازار ته پاملرنه کړې ده او د کورنيو او بهرنيو فلم جوړوونکو له خوا په ګډه د فلمونو جوړولو شمېر هم زيات شوی دی.د تېر کال تر پايه پورې چين په دې برخه کې له شلو هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي په تېره بيا د چين فلمي ټولنې د امريکا له شپږو لويو شرکتونو سره نژدې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي.

د امريکا د سوني کلمبيا په نوم د فلمونو د خپرولو عمومي مدير سټيفان اوديل چې د سپايدير من په نوم د فلم او من ان بلاک په نوم د فلم د خپرولو دنده يې تر سره کړې ده.په همدې ورځ په دې فورم کې وويل چې اوس د کارټوني فلم د جوړولو لپاره له چين سره همکاري کوي.هغه وويل(اواز...........) زمونږ راتلونکي فلم به له چيني کيسوسره تړاو ولري .اوس مهال مونږ هيله لرو چې د خپلو هڅو له لارې د بهرنيو ژبو څانګه له کارټون جوړوونکې څانګې سره همکاري وکړي تر څو په لازياتو هېوادونو کې د فلم جوړولو لپاره په زړه پورې او ښې کيسې ولټوي ،ځکه چې ګرده نړۍ ځيني نوی او تازه فلمونه پيدا کوي.زما په اند چين يو لوی بازار دی، نو د مصرف له لحاظه د لويو فلمونو د جوړولو لپاره زمونږ د پانګونې فرصتونه ډېر دي.

په ګډه د فلم جوړونه ښه راتلونکې لري، خو بهير يې اسان نه دی .ځکه چې په ګډه د فلم جوړونه بايد د بېلا بېلو هېوادونو له کلتوري خنډونو څخه ووځي او فلم جوړوونکي بايد د مختلفو هېوادونو د قانوني، اقتصادي او ټولنيزو اصولو درناوی وکړي او يو د بل کاري عادتونو او لارو سره همغږي وکړي.ښاغلي روب مينکوف وويل (اواز............) کله چې پر فلمونو بحث کوو،مهمه برخه کتونکي دي. په بېلا بېلو کلتورونو او د خلکو په زړونو کې فلمي کيسې بايد ګډ ارزښتونه ولري. لس کاله دمخه کله چې د فلم جوړولو لپاره چين ته راغلی وم، هغه حالت مې وکوت چې امريکايي فلمي کارکوونکو له چيني لوبغاړو او فلم جوړوونکو سره پکې ښې همکاري کړې وې.که د چين په اړه فلمونه جوړ کړو، بايد له چينايانو سره همکاري وکړو او ټول هنرمندان دې ته متوجه کړي چې يوازې به دواړه خواوې يو له بل سره ژورې همکاري وکړي، ثبت کېدونکي فلمونه به ښه وي.

په تېرو څو کلونو کې د چين په فلمي بازار کې د کورنيو او بهرنيو فلمي شخصيتونو له خوا په ګډه له جوړو شويو فلمونو څخه ډېرې ګټې تر لاسه شوي دي.په ۲۰۱۶ کال کې د لوی ديوال په نوم د چين ډايرکټر جانګ ايي مو له خوا جوړ شوي فلم څخه يو مليارډ او سل مليونه يوانه ګټې تر لاسه شوې دي.په نړۍ کې د همدارنګه فلمونو شمېر ډېر دی، خو د دغو فلمونو برياليتوبونه په دې برخه کې له نړيوالې همکارۍ او هڅو سره مستقيمې اړيکې لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای