CRI Online

د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون د معاملي خدمتي ډګر پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-04-19 14:49:19

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون د معاملې خدمتي ډګر په رسمي توګه پرانيستل شو. د دې ترڅنګ په شانګهای کې د وارداتي معاملې د نړيوال خدمتي محدود شرکت لوحه د دروازې پر سر وځړول شوه .له دې څخه څرګند شوي چې ياد ډګر په رسمي توګه په ۳۶۵ ورځو کې د نړيوالو تصديو لپاره د وارداتي معاملې عادي خدمتونه پيل کړي او د نړيوالو سرچينو د کارولو په برخه کې د دې نندارتون توان به نور هم لوړ شي او اوس په شانګهاکې د نړيوالو توليداتو د معاملې فرصت رامنځته شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه ډګر د بهرنيو ګډون کوونکو سوداګرو او د کورنيو او بهرنيو توليدات اخيستونکو لپاره خدمت برابروي او د توليداتو د ښودلو وخت د اوږدوالي او د دې نندارتون د اغيزې د زياتوالي لپاره ښه رول لوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای