CRI Online

کارپوه: د چين په مقابل کې د امريکا د سوداګرۍ ساتي تګلارې به نه يوازې چين، بلکې ځان ته به يې هېڅ ګټه و نه رسوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-19 15:24:32

په دې وروستيو ورځو کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک ته د ټولې نړۍ زياته پاملرنه اوړېدلې ده. د اپريل په ۱۸مه نېټه د چين د عصري نړيوالو اړيکو څېړنيز انستيټوټ پروفيسرې مېرمن چن فنګ ينګ د دغې مسئلې په اړه له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د نظريو تبادله وکړه. هغې څرګنده کړه چې د امريکا لخوا جوړ شوی دغه سوداګريز اصطکاک په اصل کې د سوداګرۍ ساتې غوښتنه ده او پايله به يې هېچا ته ګټه و نه رسوي. هغې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې بايد د يو لوی هېواد په توګه خپله تاريخي وظيفه پر غاړه واخلي.

پروفيسرې چن فنګ ينګ دغه اصطکاک د چين او امريکا ترمنځ د يوې سوداګريزې لوبې په توګه وباله. د دې په اند، دغه اصطکاک نه يوازې په سوداګريزې برخې پورې اړه لري. پروفيسرې چن چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له ټاکل کېدو راهيسې تل د ده پر اقتصادي تګلارو څېړنه کوي، دې ته اشاره وکړه چې د ټرمپ د اقتصادي تګلارو تر ټولو لويه ځانګړتيا يواړخيزه غوښتنه ده. که وايو چې په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا موخې د اروپايي ټولنې او جاپان په شمول خپل ملګري وو، نو سږ کال امريکا خپله پاملرنه چين ته اړولې ده چې د سوداګريز منفي بيلانس په پلمه خو اصلي بڼه يې د سوداګرۍ ساتې غوښتنه ده.

( لومړی اواز)

په همداسې لوبه کې د ۲۳۲ په نامه د پلټنې موخه د سوداګرۍ منفي بيلانس لېرې کول وو او د ۳۰۱ په نامه پلټنه کټ مټ د چين پر ضد وه. د ۳۰۱ په نامه د پلټنې اصول بدل شوي دي او ډېر پېچلي ښکاري. دا د سوداګريز منفي بيلانس د حل لپاره نه دي. امريکا په حقيقت کې په دې ډېر ښه پوهېږي چې جوړښتي ستونزه نشي حل کېدای. د اقتصادي چارو د نړيوال کېدو په بهير کې په بېلا بېلو هېوادونو کې د صنعتي چارو ويشتنه نشي بدلېدای. که امريکا په چين کې توکي وا نه خلي، نو هم بايد د دې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړه شي.

پروفيسرې چن فنګ ينګ وويل چې بېلا بېل هېوادونه د نړيوال کېدو بهير په يوه لويه بيړۍ کې سپاره دي. د نړيوال اقتصاد اندازه مخ په زياتېدو ده. په نړۍ کې د تر ټولو دوو لويو اقتصادي ډلو په توګه د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک به حتماً پر نړيوال اقتصاد اغېزه وکړي. نن ورځ يو څه منفي اغېزه رامنځته شوې ده.

( دوهم اواز)

دغه اصطکاک پر سوداګرۍ او پانګونې اغېره درلودلای شي. موږ کتلای شو چې د دغه اصطکاک په اثر نامعلومتيا او ناثباتي بازار ته پراخه شوې ده، نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ، بلکې نړيوال بازار ته هم. زما په فکر پر خيالي اقتصاد يې اغېزه ښکاره شوې ده.

د هغې په وينا د سوداګرۍ ساتې غوښتنه دوه مخونه لرونکې توره ده. د امريکا مصرفوونکي او اړوندې تصدۍ به خپل ارزښتونه ورکړي. نو اوس په امريکا کې د ټرمپ له همدا ډول سوداګريزو تګلارو سره د مخالفت لپاره مخ په زياتېدونکي اوازونه اورېدل کېږي. پروفيسرې چن دا هم وويل چې دا يوه ستراتيژيکي ستونزه ده. نو موږ دې دغه فکر نه کوو چې ژر دغه ستونزه ليرې شي. د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ډګر موجود دی. دواړه خواوې خپلې ځانګړې پرمختيايي موخې لري. نو د چين او امريکا ترمنځ ستونزه يوازې د يو بل لاندې کرښې په نه ماتولو او يو له بل سره په احتجاج حل کېدای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای