د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اینګ د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل چې د چین او امریکا ترمنځ د تجارتي نابرابرۍ مسئله باید حل شي خو نه باید د ناسم سبب له مخې ناسم عمل ونیول شي. یوازی د ورخلاصون او همکارۍ له لارې لار پراخیږي.
هوا چون اینګ دې ته اشاره وکړه چې له تاریخي تجربو څخه څرګندیږي چې بندیز یوازې د رکود سبب کیږي او د ورخلاصون او همکاریو له لارې لار پراخیږي. چین څو ځله خپل دریځ روښانه کړی چې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي اصطکاک د یواړخیز او څو اړخیز تجارت ترمنځ او د نړیوال ازاد تجارت او تجارت ساتنې ترمنځ مقابله ده. نړیوال باید د ازاد تجارت پر بنسټ له څواړخیز تجارتي سیستم څخه ملاتړ وکړي او باید د نړیوال اقتصاد او نړیوال تجارت د پرله پسي سمسورتیا لپاره ګډ کوششونه وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |