CRI Online

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ شين کتاب: په ۲۰۱۸ کال کې به د چين کرنه ثابت پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-20 22:07:29

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اپرېل په ۲۰ مه نېټه په بېجينګ کې د کليوالو سيمو شين کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې راغلي چې د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژۍ د پلي کېدو سره سره به په ۲۰۱۸ کال کې د چين کرنه ثابت پرمختګ ومومي او د کرنې اقتصادي پرمختګ به مثبت وي.

په دې کتاب کې دا هم راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې به د کرنيزو توليداتو د بازارونو چلېدنه ثابته وي او ښايي عمده بيه لږ څه زياته شي او د بېلا بېلو کرنيزو توليداتو بيې به توپېرونه ولري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای