د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مرکزي خبري اژانس د اپريل په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه د دغه هېواد د کارګرو ګوند د اوومې دورې مرکزي کمېسيون په درېيمه عمومي غونډه کې پريکړه شوې ده چې د ۲۰۱۸م کال د اپريل له ۲۱مې نېټې څخه به دغه هېواد له ذروي ازموينې او د قاره ويشتونکي بالستيک توغندي د توغولو له ازموينې څخه به لاس واخلي. پر دې سربيره په دغه غونډه کې هم پريکړه شوې ده چې د ذروي ازموينې د درېدلو د شفافيت د ساتلو لپاره به د دغه هېواد په شمال کې د ذروي ازموينې مرکز له منځه يووړل شي.
په دغه پريکړه ليک کې راغلي چې له ذروي ازموينې څخه لاس اخيستل په نړۍ کې د ذروي وسلو د کمښت لپاره يو مهم قدم دی او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت به د ذروي ازموينې د پوره درېدلو په اړه د نړيوالې موخې د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي. دغه هېواد به په دې حال کې هيڅکله له ذروي وسلې څخه استفاده ونه کړي چې له ذروي ګواښ او لمسون سره مخامخ شوی نه وي، او په هيڅ حالت کې به نورو هېوادونو او سيمو ته ذروي وسله او تخنيک ورنه کړي.
دغه راز، په دغه غونډه کې پريکړه شوې ده چې دغه هېواد به د سوسياليستي اقتصاد د پياوړتيا او د خلکو د ژوند د لوړتيا لپاره پوره هڅې وکړي او د سوسياليستي اقتصاد د پياوړتيا په موخه به د ښه نړيوال چاپيريال د ساتلو او د کوريا تاپووزمې او حتی ټولې نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره نژدې تماس ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |