CRI Online

ډونالډ ټرمپ: دا لوی پرمختګ دی چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له ذروي ازموينې څخه د لاس اخيستلو اعلان کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-21 15:51:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۲۰مه نېټه وويل، دا لوی پرمختګ دی چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له ذروي ازموينې څخه د لاس اخيستلو اعلان کړی دی. نوموړي په ټولنيزې خبري رسنۍ کې څرګنده کړې چې دا د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او حتی ټولې نړۍ لپاره يو ښه خبر دی چې دغه هېواد به له ذروي ازموينې او د قاره ويشتونکي بالستيک توغندي له ازموينې څخه لاس واخلي او يو عمده ذروي ازمويښتي مرکز به له منځه يوسي. نوموړي زياته کړه چې هغه د دې په تمه دی چې د دغه هېواد له مشر کيم جونګ اون سره کتنه وکړي.

د سږ کال له پيل راپدېخوا، د کوريا ټاپووزمې په حالاتو کې ښه بدلونونه رامنځته شوي دي. د کوريا ټاپووزمې دواړه خواوې پريکړه کړې چې د اپريل په ۲۷مه نېټه به په پانمونيون کې د کوريا جمهوريت تر کنترول لاندې سيمه کې د مشرانو غونډه تر سره کړي. دغه راز، ټرمپ څرګنده کړې چې هغه به په راتلونکې می او يا جون کې له کيم جونګ اون سره وګوري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای