د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۲۱مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت لخوا د ذروي ازموينې د درېدلو او د اقتصادي پرمختګ په لور د پوره هڅې کولو په اړه يوه وينا وکړه. هغه وويل، چې د دغه هېواد د کارګرو ګوند د اوومې دورې مرکزي کمېسيون په درېيمه عمومي غونډه کې پريکړه شوې ده چې له ذروي ازموينې څخه به لاس واخلي او د اقتصاد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به پوره هڅې وکړي. چين د دې هر کلی کوي.
هغه وويل، د چين په اند د دغه هېواد ياده پريکړه د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ښه والي، له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او له سياسي لارې چارې د دغې مسئلې د حلولو لپاره ګټوره ده. له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول او د دې سيمې د دايمي سولې ساتل د دې سيمې د ټولو خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د نړيوالې ټولنې ګډ اميد هم دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |