د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيونګ وا دای د اپريل په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د هغې پريکړې هر کلی څرګند کړ چې دغه هېواد به له ذروي ازموينې او د قاره ويشتونکي بالستيک توغندي د توغولو له ازيموينې څخه لاس واخلي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې ياده پريکړه له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره ډېر اهميت لري او د نړۍ هيله هم ده. دغه پريکړه به د دواړو خواوو ترمنځ د سرمشريزې غونډې او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا ترمنځ د سرمشريزې غونډې د برياليتوبونو لپاره ښه زمينه برابره کړي. د کوريا جمهوريت به په فعاله توګه د دواړو خواوو ترمنځ د سرمشريزې غونډې لپاره تيارياني ونيسي، تر څو دغه غونډه له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دې سيمې د دايمي سولې د ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |