د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال پولي صندوق د اسيا او ارام سمندر سيمې د ادارې عمومي مدير رهي چانګ يونګ د اپريل په ۲۰مه نېټه وويل، د ځينو هېوادونو لخوا د تجارت ساتي غوښتنې غوره کېدل د سوداګريزو شخړو د سختېدو سبب ګرځي او دا به د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصاد ته زيانونه ورسوي.
په همدې ورځ نوموړي د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد د جهان بينۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د اوسنيو اصولو پر بنسټ د څواړخيز نظام له لارې سوداګريزې شخړې حل کړي او د تش په نامه سوداګريزه جګړه کې به هيڅوک بری ونه شي موندلی. هغه وويل، د څواړخيزې سوداګرۍ اوسني نظام د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد پرمختګ پياوړی کړی دی او د دې ترڅنګ دغه سيمه د څواړخيزې سوداګرۍ د اوسني سيستم د ساتلو لپاره زيات خدمتونه کړي دي. د اصلاحاتو د پياوړتيا، د اقتصادي زياتوالي د کيفيت د لوړتيا او د خدمتي چارو د ورخلاصون له لارې به د اسيا اقتصادي ډلې په لا ښه توګه دغه سيستم وساتي.
په همدې ورځ د دغې ادارې مرستيال مدير مارکوس رودلاوير هم وويل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصاد له نړيوالې سوداګرۍ څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې دي او په ګردې کرې کې د توليداتو د برابرولو ښه شبکه نه يوازې په اسيا کې د توليدي هېوادونو لپاره، بلکې د امريکا په شان د استهلاکي هېوادونو لپاره هم ګټوره ده. نو د څواړخيزې سوداګرۍ خلاص سيستم د دغې شبکې لپاره ډېر اهميت لري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |