د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم بنجيامين نيتانياهو د اپريل په شلمه نېټه وويل، چې د دغه هېواد پوځ د ايران د هر ډول عملياتو د مخنيوي لپاره چمتوالی لري او اسرائيليانو ته هر ډول زيان به بيه ورکړي.
نوموړي په همدې ورځ په تل ابيب کې د دغه هېواد د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د يادونې لپاره د کابينې په يوه خاصه غونډه کې وويل، د دغه هېواد پوځ به اسرائيلو ته هر ډول زيان ته ځواب ورکړای شي.
په همدې ورځ د دغه هېواد د ملي دفاع وزير اويګدور ليبيرمان غزې ته نژدې له سرحدي سيمې څخه د ليدنې کتنې په ترڅ کې هم وويل، چې هرومرو د اسرائيلو پوځ او يا خلک د ايران ګواښ ته د ځواب ورکولو لپاره پوره چمتوالی لري.
په تېرو څو مياشتو کې د ايران او اسرائيلو ترمنځ اړيکې د سختېدو په حال کې وې. نيتانياهو څو څو ځله پر دې ټينګار کړی چې اسرائيل دا نه شي منلی چې ايران په سوريه کې پوځ ځای پر ځای کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |