CRI Online

شي جين پينګ د چين د ملي انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو په کاري غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-21 17:59:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو کاري غونډه د اپريل له ۲۰مې نېټې نه تر ۲۱مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېسيون مشر او د دغه ګوند د مرکزي کمېسيون د انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو کمېټې عمومي مدير شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چيني ملت د اطلاعاتي کېدو په بهير کې د زرګونو کلونو لپاره بې ساری فرصت پيدا کوي. موږ بايد په ځير سره د اطلاعاتي کېدو د پرمختګ د تاريخي فرصت په نيولو سره په انټرنيټ کې مثبت اطلاعات ورکړو، انټرنيټي امنيت دې ساتو، په اطلاعاتي ساحه کې دې مرکزي تخنيکونه پياوړي کړو، د اقتصاد او ټولنې په پرمختګونو کې د اطلاعاتي کېدو لارښوونکی رول دې پياوړی کړو، په دې برخه کې دې د نظامي او ملکي چارو ترمنځ همغږۍ ژورې کړو، په مثبته توګه دې د انټرنيټ د نړيوالې ادارې په بهير کې ګډون وکړو او د خپل قوت او نوښت پر بنسټ دې يو قوي انيټرنيټي هېواد اباد کړو، تر څو په هره ساحه کې د سمسورې او شتمنې ټولنې د ابادولو، په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د ستر برياليتوب د تر لاسه کولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د هيلې د پلې کولو لپاره نوې هڅې وکړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای