CRI Online

شي جين پينګ: په خپل قوت او نوښت به يو غښتلی انټرنيټي هېواد اباد کړو.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-21 20:18:35

د چين د ملي انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو کاري غونډه د اپريل له ۲۰مې نېټې نه تر ۲۱مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېسيون مشر او د دغه ګوند د مرکزي کمېسيون د انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو کمېټې عمومي مدير شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد په ځير سره د اطلاعاتي کېدو د پرمختګ د تاريخي فرصت په نيولو سره په اطلاعاتي ساحه کې مرکزي تخنيکونه پياوړي کړو، په مثبته توګه دې د انټرنيټ د نړيوالې ادارې په بهير کې ګډون وکړو او په خپل قوت او نوښت دې يو قوي انيټرنيټي هېواد اباد کړو.

د دغه وينا عمده ټکي دا دي:

په چين کې د غښتلي انټرنيټي هېواد د جوړولو ستراتيژيک افکار رامنځته شوي دي.

د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپدېخوا، چين د انټرنيټي امنيت او اطلاعاتي کېدو په برخو کې تاريخي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او په چين کې د غښتلي انټرنيټي هېواد د جوړولو ستراتيژيک افکار رامنځته شوي دي او د انټرنيټ د ادارې په اړه د چين ځانګړتيالرونکې لاره پرانيستل شوې ده. که انټرنيټي امنيت و نه ساتل شي، د هېواد امنيت به هم و نه ساتل شي.

مرکزي تخنيکونه به پياوړي شي.

مرکزي تخينکونه د هېواد د پرمختګ مهم وسايل دي. نو مونږ بايد په ټينګار سره په اطلاعاتي ساحه کې د مرکزي تخنيکونو د پرمختګ د موندلو لپاره هڅې وکړو.

د ډيجيټل کېدو چارې به د اقتصاد په پرمختګ کې لا مهم رول ولوبوي.

موږ بايد د اطلاعاتي تخنيک د نوښت پر بنسټ د ډيجيټل توليدي چارې پياوړې کړو.

په ۲۱مې پيړۍ کې به د ډيجيټل ورېښم لاره جوړه شي.

په کرده کرې کې د انټرنيټي شبکې د ادارې پياوړتيا د پرمختګ لوری او د خلکو اميد دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای