CRI Online

د چين او هند سينماګرانو د همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-21 20:25:58

پراسد شيتي چې د پټې ځلانده ستورې په نامه د هندي فلم يو جوړوونکی دی، په چين کې د هندي فلمونو د تود تودوالي په هکله وويل، چې د ده په اند ښه فلمونه ملي سرحدات نلري. نوموړي په تېرو څو کلونو کې د چين د فلمي صنعت د چټک پرمختګ ستاينه وکړه او و يې ويل، چې د فلمونو په ځينو برخو کې چين تر هند مخکې شوی. خو هغه زياته کړه چې د هند د بشپړ فلمي سيستم په نسبت د چين د فلمي صنعت په وړاندې لار اوږده ده.

د نوموړي فلم ډايريکټر اډوات چانډان په دې نظر دی چې د چين او هند په فلمونو کې زيات ګډ ټکي شتون لري، هغه د چين له سينماګرانو سره همکارۍ ته سترګې په لار دی. د ده په اند په هند کې د چيني فلمونو د خپرېدو لپاره لومړۍ دنده د فلمونو دوبله کول دي. ځکه موږ بېلا بېل فرهنګونه لرو، د فلمونو دوبله کول د دوو ملي کلتورونو د نښلولو پل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای