د اپريل په شلمه نېټه، د بېجينګ د فلمونو اتم نړيوال فېستيوال په لومړي ځل د ماشومانو فلمونو د پرمختګ فورم تر سره کړ. د زياتو ارګانونو مسلکيانو د چين د ماشومانو فلمونو د سمسورتيا او پرمختګ په هکله بحثونه وکړل.
د شمېرنې له مخې، هر کال په چين کې د ماشومانو لپاره د جوړو شويو فلمونو شمېر ۱۰۰ ته نژدې دی، او د دغو فلمونو د جوړونې او خرڅلاو لپاره لسګونه مليونه يوانه پيسې لګيږي.
د ماشومانو د فلمونو فورم په ياد فيستيوال کې نوې برخه ده. زياترو مسلکيانو ويلي چې بايد په مناسب ډول د ماشومانو فکري او ذهني روحيې وپېژنو او د ماشومانو لپاره د لا ښه کيفيت لرونکي فلمونه دې جوړ کړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |